برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دپیړۍ معاملې ماته

آریانانیوز: د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بحرین په منامې کې د فلسطین په باب د روانې غونډې او هغه څه په باب چې دنیواکګرو صهونیسټانو او فلسطنیانو ترمینځ دسازباز دپلان اقتصادی اړخ پّه توګه یادیږی ، په یوې مقالې کې لیکلی دی ، د فلسطینیانو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ دزوم اوسلاکار جراډ کوشنر اقتصادی پلان د مخکینیو پلانونو په څیر ا و ماته خوړلی پلان دی .
په دغې مقالې کې راغلی دی ، کارپیژاند باؤری دی ، ددغه پلان مولفې د هغو پلانونو په څیر دی ، چې په نهایت کې ئې ماته خوړلې ده .
همداراز د یمن دعالمانو ټولنې هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی د بحرین دمنامې په ناستې کې ګډون له اسلامی اوانسانی ارزښتونو سره ستر خیانت دی . دوی همدرااز دنړۍ له درستو آزادی غواړو غوښتی دی ، د فلسطین دمظلوم ولس دمظلومیّت او دهغوی د آئیډیاؤ نړۍ ته د ښودلو لپاره دې لاس په کار شی
د منامې ناسته پرون د فلسطین په ټاټوبی کې داقتصادی پروژو دپیلولو او بهرنیو پانګو د جذبولو په تش په نامه شعار سره پیل شوی چې وئیل کیږی ، دامریکا په شنې اشارې سره پکې عربستان او متحده عربی اماراتو اوبحرین دفلسطین د مظلوم ولس پر حقه حقوقو په سترګو پټولو سره وحشی صهیونیسټی رژیم ته رواوالی په ورکولو پسې دی .

شریک یي کړئ!