برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دپیړۍد معاملې په وړاندې دې داسلامی نړۍغوره شخصیتونه هوښیاری

آریانانیوز: د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس،قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .


د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس استازی خالد قدومی له یوی خبری آژانس سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې اسلامی او عربی نړۍ او دنړۍ نور آزادی غواړی دې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو او کرغیړنو کړنو په وړاندې مقاومت وکړی ،روښانه کړې ؛ اسرائیل نه یوازې د فلسطین لپاره بلکې ددرست اسلامی امت لپاره یو امنیتی ګواښ حسابیږی .
قدومی زیاته کړې،اسلامی اوعربی هیوادونه باید په سیاسی او ډیپلوماټیکو سویو دې د امریکا د حکومت د سرزوریو او په سیمې کې ئې د جنایتونو خنډ شی .
دحماس غورځنګ استازی دفلسطین دمقاومت ډلو سټراټژۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، په سیمه ایز او نړیواله سویو دصهیونیسټانو دجنایتونو ایشواکول ، له وحشی صهیونیسټی رژیم سره داړیکو له عادی کیدا سره مقابله او ددغه تیریګر رژیم بایکاټول ، د فلسطین د مقاومت سټراټژۍ حسابیږی .
د پیړۍ معاملې امریکائی پلان په اساس ، قدس شریف صهیونیسټی رژیم ته سپارل کیږی ، په نورو هیوادونو کې دیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدو حق ونه لری او فلسطین به یوازې د غزې تړانګې او داردن سین دلویدیځی غاړې د پاتې برخو مالکیّت ولری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي