برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهندوستان د حکومت پرخلاف داعتراضونودوام

آریانانیوز: دیورټ له مخی په هندوستان کښې په تابعیت د غور کونې د قانون له تصویبیدو کابو د یوې میاشتې له تیریدو سره سره چې له مخې یې غیرهندي ښاریز که مسلمانان نه وي نو د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کولی شي، د هندوستان د حکومت خلاف اعتراضونه هم هغه شان دوام لري.
په دې لړ کښې د مسلمانانو په شمول څه باندې یو لاک هندوستانیانو د نوې ډیلي په شاهین پارک کښې په راغونډیدو سره د نریندر مودي د حکومت خلاف شعارونه ورکړل.
په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو وویل چې د هندوستان دغه نوی قانون د دې هیواد د مسلمانانو څنډې ته کول دي او دا کار هیڅوک نه مني.
معترضانو ټینګار وکړ چې د نوې ډیلي حکومت بې د دغه قانون له لغوه کولو بله لار نه لري او ترڅو یې چې دا قانون نه وي ختم کړی تر هغې به اعتراضونه دوام ولري.
د مسلمانانو خلاف د ښاریزتوب د ورکړې لایحه چې اوس په قانون بدله شوې ده، هغو کډوالو ته چې د بنګله دیش، پاکستان او افغانستان په شان د هند له ګاونډي هیوادونو څخه دغه هیواد ته په ورتیښته مجبور شوې دي او له کلونو راهیسې په دغه هیواد کښې اوسیږي د تابعیت او ښاریزتوب حق ورکوي خو مسلمانان په کښې نه شاملیږي.

شریک یي کړئ!