برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دنیجریه شیخ ابراهیم الزکزکی اونوربې ګناه زرګونوکسان دې سملاسی خوشی کول غوښتنه

آریانانیوز: دبخښنې نړیوالې ادارې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره دنیجریه له خپلواکی غواړو او مذهبی ډلو څخه په پلویتوب یا د ترهه ګرو فعالیتونو دنه ثابت شوو ادعاګانو په عنوان سره دنیجریه د ښآریزو په غیر قانونی نیونوباندې په اعتراض کې وئیلی دی ، کلونه کلونه کیږی ، چې دنیجریه حکومتی او استخباراتی ادارو د دغه هیواد په زرګونو خلک په بیلابیلو پلمو اوتورونو سره او هم د نیجریه په اسلامی غورځنګ کې دغړیتوب په پلمو سره په غیر قانونی اوخپل سرو اقداماتو سره زندانی اویا بې د رکه کړی دی چې باید سملاسی دې دغه کسان خوشی کړی
په دغې اعلامیې کې همداراز د نیجریه د اسلامی غورځنګ درهبر شیخ ابراهیم الزکزی او دهغه دماندینې غیر قانونی اوخپل سری نیولل هم سخت محکوم کړی دی.
د بخښنې دنړیوالې ا دارې داعلامیې په اساس ، دنیجریه د اسلامی غورځنګ کابو شپږ سوه غړی هماغه راز بې درکه دی او د هغوی کورنۍ له کلونو راهسې دخپلو خپلوانو په لټونې بوختې دی ،خو دهغوی دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته، چې دا دنیجریه دراتلونکی لپاره یو ستر ګواښ هم کیدلی شی .
دنیجریه داسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزی او دهغه ماندینه د ۲۰۱۵کال له دسمبره او په محکمې کې د هغوی د خوشی کیدا له فیصلې سره سره ، هماغه راز دپوځ ترکنټرول لاندې زندان کې بندی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي