برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمحمد بن سلمان او بنیامین نتنیاهوکتنه

اسرائیلۍ ورځپاڼې (معاریف) خبر ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد (محمد بن سلمان) د تېرې دوشنبې په ورځ د اردن په پلازمینه عمان کې د اسرائیلو لومړي وزیر (بنیامین نتناهو) سره کتلي دي.


یادې ورځپاڼې په خپلې اونیزه مقاله کې لیکلي چې په غونډه کې د اردن پاچا عبدالله هم ګډون کړی و.
تر اوسه د اردن، سعودي یا اسرائیلو رسمي سرچینو د نوموړې ورځپاڼې د خبر په اړه څه نه دي ویلي.
د مقالې لیکوال (جاکي حوجي) چې د اسرائیلي پوځ په راډیو کې د عربي چارو څیړونکی هم دی، کاږي چې په دې وروستیو کې یو اردني ملګري ورسره ټلیفوني اړیکه ونیوله او په هیجاني حالت کې يې ورته وویل چې د اردن پاچا عبدالله او نتنیاهو ترمینځ په دوه اړخیزه ناسته کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم ګډون کړی و.
لیکوال زیاتوي، دا خبر سم وي که ناسم، خو د اسرائیلو او سعودي ترمینځ مستقیم تماسونه موجود دي او په مختلفو ځایونو کې یې ګڼ شمیر پټ ملاقاتونه کړي چې اوس دا کار یوه عادي خبره ګرځیدلې.
د تېرې اپریل میاشت په ۲مه د سعودي عربستان ولیعهد (محمد بن سلمان) له یوې امریکایۍ مجلې (اتلانتیک) سره په مرکه کې څرګنده کړې وه چې د اسرائیل په موجودیت باندې هیڅ دیني اعتراض نشته، او د اسرائیلو او فلسطینیانو څنګ په څنګ استوګنه باندې له دیني اړخه کومه نیوکه نه لري، او سعودي له اسرائیلو سره مشترک مصالح لري.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا اسرائیل حق لري چې د فلسطین د خاورې یوه حصه خپله کړي، محمد بن سلمان ویلي و چې اسرائیل او فلسطینیان کولی شي چې یو د بل په څنګ کې ژوند وکړي.
نوموړي زیاته کړې وه چې که په سیمه کې سوله راشي نو د «اسرائیلو او خلیجي هیوادونو ترمینځ به ډیر مشترک منافع رامینځته شي».

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي