برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دفلسطنیانودمقابلې یوازینۍلاره

آریانانیوز: د فلسطین داسلامی جهادغورځنګیوه لوړپوړی مشرخالد البطش په یولړڅرګندونوکې ټینګار کړی دپیړۍ دمعاملې دامریکا ئی پلان موخه،دنورو سلو کلونو یعنی دیوې بلې پیړۍ لپاره دصهونیست رژیم نیواکګرۍ تثبیتول دی.



هغه روښانه کړې،دفلسطین دملت په ضد د پیړۍ دمعاملې ستره دسیسه دځینو نړیوالو لورو په ملګرتیا سره له دغه نیواکګر او تیریګر رژیم سره د هغوی د ګټو او اړیکود له مینځه تلو په ویرې سره ترسره کیږی .
خالد البطش دداخلی اختلافاتو او ډل بندیو د ختمیدو او دملی وحدت دتحقق په ضرورت ټینګار کړی او وئیلی ئې دی،دا د پیړۍ دمعاملې له امریکائی او صهونیسټی پلان سره دمقابلې یوازینۍ اوغوره لاره ده .
د پیړۍد معاملې امریکائی پلان په ا ساس،قدس شریف صهونیسټ رژیم ته سپارل کیږی،په نورو هیوادونو کې دیرهدیره فلسطینی کډوال به دبیرته ستنیدا حق ونه لری او فلسطین به یوازې غزې تړانګه او داردن سین دلویدیځی غاړې پاتې برخې ولری .
دپیړۍدمعاملې دپلان په چوکاټ کې،دامریکاولسمشر ډونالډټرمپ د۲۰۱۷کال ددسمبر په شپږمه نیټه دقدس نیواکی ښار دجعلی صهونیسټی رژیم دپلازمینې په توګه معرفی کړ او د امریکا سفارت ئې هم له تل ابیبه قدس ته منتقل کړ .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي