برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعربستان یو شمیر روزونکو پوځی افسرانو د شړلو فیصله

آریانانیوز: دسی این این ټیلیویژنی چینل د راپورله مخی امریکائی پوځی چارواکو وئیلی دی ،د عربستان هغه کابو لس پوځیان چې په امریکا کې روزل کیدل،ددغه هیواد له پوځی مرکزونو ویستل شوی دی .
وئیل کیږی پنټاګان د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنساکولا په سمندری اډې کې دسعودی عربستان د یوه افسرد ترهه ګرې حملې له څیړنو وروسته په امریکا له دغه پوځی روزونکی مرکز څخه د عربستان یو شمیر روزونکو پوځی افسرانو د شړلو فیصله کړې ده .
دغه کساند ترهه ګرې حملې له عامل سره په ملګرتیا تورن دی .
همدرااز دسعودی څو افسران چې په دغه مرکز کې ئې روزنې کولې،په جنسی ناسمو استفادو هم تورن دی .
د امریکا ایف بی آئی پولیسو وئیلی دی ، په پنساکولا سمندری پوخی مرکز کې مرګونی ډزې ترهه ګری شمیرل کیږی .
دسعودی عربستان یوه پوځی افسر محمد سعید الشمرانی چې دپیلوټئ د روزنې دپړاؤ دتیرولو لپاره امریکا ته تللی ؤ ، د تیر دسمبر په شپږمه نیټه ئې په دغه پوځی مرکز کې په ډزو سره درې امریکا ئی پوځیان وژلی وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي