برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دصهیونیسټ رژیم په زندانونو کې د فلسطین د بندیانو نامحدود لوږتړ

آریانانیوز: د فلسطین د بندیانو نامحدود لوږ تړ د اپریل دمیاشتې له اومې نیټې راهسې پیل شوی.


دغه لوږتړ په داسې حال کښې پیل شو چې داسرائیلو د زندانونو د چارو ادارې ددغواعتراضونو له پیلیدا په ویریدا سره کوشش کاوه د خبرواترو او دګواښ له لارې دلوږتړ دپیلیدا مخه ونیسی .
خو دفلسطین د بندیانو د اطلاعاتو دفتر وویل څرنګه چې د اسرائیلو لوری د فلسطین د بندیانو غوښتنو منلو ته چمتو نه وو دغه لوږتړ عملی اړخ پیدا کړ .
د فلسطین کابو شپږزره بندیان د اسرائیلو په زندانونو کښې دی چې څلورویشت پکښې ښځې او دوه سوه پنځوس پکښې ماشومان دی .
په بل عبارت د فلسطین په هرو یویشتوبندیانو کښې یوه ښځه او یو ماشوم تر سترګو کیږی او هغوې د ترټولو بې ګناه انسانانو په لیکه کښې راځی .
دځینو راپورونو پراساس د کرامت دوه په نوم لوږتړ د فلسطین د یوسل پنځوسوبندیانو په اقدام سره پیل شو او د غوښتنو د نا پوره کیدا په بڼه کښې به د فلسطین کابو پینځلس سوه نور بندیان هم په نامحدود لوږتړ لاس پورې کړی .
دکرامت دوه په نوم جنګ د اسرائیلو په ریمون او النقب زندانونو کښې پیل شوی دی .
د فلسطین دبندیانو لوږتړ ددې ښودنه کوی چې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو رژیم جنایتونه یوازې د جنګ په میدان او په مظاهرو پورې نه محدودیږی بلکې دغه رژیم د فلسطین دخلکو پرضد داسې جنایتونه هم ترسره کوی چې هغو ته خاموش یعنی غلی جنایتونه ویلی شو ځکه چې دغه جنایتونه عملا نه لیدل کیږی .
د فلسطینی بندیانو پرضد داسرائیلو د رژیم یو جنایت د زندانونو دننه د پارازیټ لرونکو ماشینونونو او دستګاوانو لګول دی .
دغه ماشینونه په دې سربیره چې د زندان د راډیو او دټیلی ویژن په څپو او وړانګو پارازیټ غورځوی دهغه محدود تماس چې بندیان یې له زندان څخه بهر لری د ګډوډیدا سبب هم کیږی .
په عین حال کښې دپارازیټ لرونکو ماشینونونو یو ترټولو بد اغیز د فلسطین د بندیانو لپاره د ډیرو سرخوږیو رامینځته کول دی او عملا ددغو بندیانو سلامتیا یې له جدی ګواښ سره مخ کړی ده .
په همدې اساس د اسرائیلو د زندانونو له ادارې سره د خبرواترو یو ترټولو مهم چورلیز د زندانونو دننه د پارازیټ لرونکو ماشینونو او دستګاوانو لیرې کول وو خو داسرائیلو چارواکو دغه غوښتنه ونه منله او همدا اوس هم د نامحدود لوږ تړ د ختمولو لپاره د فلسطین د بندیانو یو اصلی شرط دهمدغو پارازیټ لرونکو دستګاوانو لیرې کول دی .
د فلسطین بندیان له خپلو کورنیو سره دتماس له ټینګولو یا محرومه دی یا دغه تماسونه په ډیره محدوده سویه ترسره کیږی .
په عین حال کښې د اسرائیلو په زندانونو کښې دبندیانو لپاره له کورنیو سره د کتنې امکان نشته .
دغه حالت هم د فلسطین دبندیانو د نامحدود لوږ تړ یو(۱) علت دی .
په دې سربیره د اسرائیلو په زندانونو کښې دفلسطین بندیان له بیلابیلو روحی او جسمی ځورونو او شکنجو سره مخامخ دی چې پکښې ددرملنې مرکزونو ته په سختو ناروغیو د ککړو بندیانو په استولو او هغوې ته د مناسبو خواړو په ورکولو بندیز او په زندانونو کښې د روغتیایې چارو نه رعایتولو او دغه راز دهغوې جسمې شکنجو ته اشاره کولای شو .
دپاې ټکی دا چې دکرامت دوه(۲) په نوم جنګ ددې ښودنه کوی حتی دفلسطین بندیان هم دې ته په پام سره چې د اسرائیلو په زندانونو کښې بندیان دی ددغه غاصب رژیم په مقابل کښې په مقاومت اعتقاد لری او په سازباز یې د زندان د دروازو شاته مقاومت ته لومړیتوب ورکړی دی .

شریک یي کړئ!