برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دصهیونیسټی رژیم د هدفونودلاسته راوړلو لپاره غونډه

آریانانیوز: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس نامتو غړی «اسامه حمدان »د وارسا غونډه دصهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دبدلونونو د بهیر د بدلولو لپاره هڅه وبلله .


هغه د وارسا غونډه د امریکا لپاره دسیمې د هیوادونو چاپلوسۍ وبلله او زیاته یې کړه د وارسا غونډه به په مینځنی ختیځ کښې د چیلنجونو د زیاتیدا سبب شی .
د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم هم په دې خبرې سره چې هیڅ غونډه به ونه توانیږی د فلسطین د خلکو په عادلانه او جایزو حقوقو سترګې پټې کړی وویل صهیونیسټ رژیم اصلی دښمن او نیواکګرۍ د سیمې د امنیت او دثبات لپاره دحقیقی ګواښ سرچینه ده .
د حماس غورځنګ ویاند اسامه حمدان د پولینډ په پلازمینې کښې د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره د فلسطین د خاورې او د سپیڅلتیاو په هکله د فلسطین په ټاټوبی کښې د فیصلې ترسره کول د فلسطین دملت حق وباله .

شریک یي کړئ!