برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دشیعه اوسنی مسلمانانو داختلافاتو دوسیه تړل

دیورپوټ له مخی شیخ الازهر احمد الطیب دسنګاپور د زرګونو مسلمانانو په ټول کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، مسلمانان باید اختلافات څنګةکړی او د اهل تشیع او اهل تسنن داختلافاتو دوسیه هم باید نوره وتړل شی.


راپور ښئ شیخ الازهر پخپلې وینا کې وئیلی دی ، له بده مرغه دنړۍ په ځینو سیمو کې خلک د دین په نامې سره وژل کیږی ، حال دا چې دغه شان عملونه او چلندونه له یوه دین سره هم هیڅ ربط نه لری او بیلابیل دینونه ورځینی مبرا دی .
شیخ احمد الطیب په دوام کې په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلام د سولې او دوستۍ دین دی وئیلی ، داسلامی هیوادونو ترمینځ د هر ډول جنګ په بڼه کې دا مسلمانان دی چې بایئلونکی به وی .
هغه په دې باب د اسلام ددښمنانو دمنفی تبلیغاتو په باب چې اسلام د تورې ،جنګ جګړو او وژلو او د دغه دین منلو لپاره د خلکو مجبورولو دین دی ، هم ووئیل ، داسلام په سرکیّنیو وختونو کې د جنګ جګړو علت دمقابل لوری کافر شونه نه وه ، دا شخړې په مسلمانانو دتیریو اویرغلونو په دلیل وې او مسلمانانو یوازې هاله پر نورو حملې کولی ،چې له دې مخکې ئې پر مسلمانانو حملې کړی وی . داهل سنت ستر مفتی او شیخ الازهر روښانه کړې جنګ په اسلام کې استثنا دی او پیغمبر اکرم (ص) هم مسلمانان په جنګونو کې له حده تیریدا څخه منع کول .

شریک یي کړئ!