برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دشمالی کوریا پرضد بندیزونه

دیوراپورله مخی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (Donald Trump)دشمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون(Kim Jong-un) سره له کتنې او دموافقې له لاسلیک کولو سره سره دیوه بل کال لپاره د پیانګ یانګ پرضد بندیزونه تمدید کړل.


ټرمپ پرون ولسی جرګې کانګرس ته په یوه(۱) لیک کښې شمالی کوریا د خپل هیواد پرضد ځانګړی او غیرعادی ګواښ وباله او دیوه(۱) بل کال لپاره یې د پیانګ یانګ پرضد بایکاټونه تمدید کړل .

دشمالی کوریا پرضد دامریکا د بندیزونو تمدیدل په داسې حال کښې دی چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلی وو دجون په دولسمه(۱۲) نیټه په سینګاپور هیواد کښې د شمالی کوریا له مشر کیم جونګ اون سره زما کتنې دامریکا پرضد د پیانګ یانګ اټومی ګواښونه ختم کړی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د نااټکل وړ سړی دی او په تیر یوه کال کښې یې دنړیوالو موسسو د نظر پرخلاف او په یو اړخیزه ډول له نړیوالو موافقو خپل هیواد ایستلی دی چې ترټولو ښکاره بیلګه یې له اټومی موافقې د واشنګټن وتل دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي