برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دسعودی تیریګرائیتلاف دجنایتونو په محکومیت کې سترې مظاهرې

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د یمن په لسګونو زره خلکو یوځل بیا دیمن په صنعا کې ددغه هیواد د لوړې سیاسی شورا دپخوانی مشر صالح الصماد دعکسونو په اوچتولو اودسعودی عربستان اوامریکا په ضد په شعارونو ورکولو سره سره په یمن دسعودی ائیتلاف دتیریو دوام په کلکه محکوم کړ .


دآل سعود رژیم په مشرۍ سعودی ائیتلاف د ۲۰۱۸کال داپریل په نولسمه نیټه د یمن په لویدیځ کې ددغه هیواد لوړې سیاسی شورا د وخت دمشرصالح الصماد پرکاروان بمباری وکړه چې له امله ئې هغه اودهغه شپږملګری شهیدان شوی وو .
آل سعود رژیم او دهغو متحدانو کابو له څلورو کلونوراهسې د یمن د لسګونو زره بې ګناه او بې څوکه خلکو وینه توی کړی،خو ددغه هیواد دولس دکلک مقاومت په دلیل تردې دمه نه دی توانیدلی،خپلو سپیروموخو ته ورسیږی .

شریک یي کړئ!