برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دبحرین دکانفرنس د بایکاټ غوښتنه

آریانانیوز: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ نامتو غړی خلیل الحیه د بحرین د کانفرنس چې دامریکا دپیړۍ د معاملې د پلان د اجرا په چوکاټ کښې ترسره کیږی د بایکاټ غوښتنه وکړه .



امریکا په تیرې دوشنبې ورځ د جون په پینځویشتمه(۲۵) او شپږویشتمه (۲۶) د پیړۍ دمعاملې د لومړۍ برخې په توګه په فلسطینی ټاټوبی کښې د پانګونې د جذبولو لپاره د بحرین د نړیوالې اقتصادی غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
د فلسطین د حماس غورځنګ مهم غړی خلیل الحیه پرون په غزې تړانګې کښې د پارلمان دغونډې په څنګ کښې وویل د بحرین کانفرنس وروسته له دې چې امریکا د پیړۍ دمعاملې د سیاسی برخې د اجرا لپاره د کوم ملګری په موندلو کښې ناکامه پاتې شوه ددغه معالې د اقتصادی برخې په چوکاټ کښې ترسره کیږی .
د فلسطین د پارلمان استازی مشیر المصری هم وویل د پیړۍ دمعاملې د اجرا له لارې د فلسطین د موضوع د حذفولو دملاتړ په هکله د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له دریځ سره د ځینوعربو او داسلامی هیوادونو سازباز حقیقونه نشی بدلولی او د فلسطین ملت به دغه پلان ناکامه کړی .
دفلسطین د پارلمان د مشر لومړی مرستیال احمد بحر هم د بحرین دغونډې د بایکاټ په ضرورت ټینګار سره په غزې کښې د کانفرنس دجوړولو غوښتنه وکړه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي