برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دایران نومول ویل شوی جنرال ترورشو

آریانانیوز: جنرال قاسم سلیمانی دایران دسپاه پاسداران دقس لښکر قومندان دعراق په هوایی ډګرکی دآمریګایی چورلکی په بریدکی ترورشو.
دایران ټلویزون ددغه هیواد دسپاه پاسداران داعلامیی په قول دغه برید د جمعی په ورځ دمرغومي په ۱۳ نیټه کی ترسره شوی تائیدکړ.او وویل چی په دغه برید مهدی المهندس دعراق دحشدالشعتی شیعی ډلی قومندان هم وژل شوی دی .
دآمریکا ددفاع وزارت دیوی اعلامیی په خپرولوسره دآرمریکا پوځیانوپه بریدکی دقاسم سلیمانی وژل یی تائیدکړی او ویلی دی دغه بریدد ولسمشر
ډونالډټرامپ په دستورترسره شوی دی.
دآمریکا دملی دفاع وزارت اعلامیی دغه برید دآمریکایی ځواګونودساتنی
لپاره دفاعی قاطع اقدام بیا ن کړی دی .
دویلو وړدی چی دآمریکایی قواولخوا دقاسم سلیمانی ترور په اړه دایران دمذهبی مشرآیت الله علی خامنه ای په خپل پیغام کی دسختی غچ څخه خبری کړی او ویلی دی چی دآمریکا څخه به سخت غچ واخیستل شی.

شریک یي کړئ!