برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامپریالیزم سره مقابله

آریانانیوز: د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو (Nicolás Maduro) ټینګار وکړ ددغه هیواد خلک له امپریالیسټی(imperialisti) غلیمانه اقداماتو سره مقابلې ته چمتو دی .


هغه پرون وویل امریکا یوځل بیا د وینزویلا دخلکو په ارادې سترګې پټې کړی دی او هغوې یې کمزوری بللی دی خو د دغه هیواد خلک او حکومت به له امپریالیسټی غلیمانه اقداماتو سره هماغه راز مقابله وکړی .
د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو زیاته کړه د امپریالیسټی غلیمانه اقداماتو د نندرې ته دوړاندې کولو لپاره هرډول هڅه به د وینزویلا د خلکو او دحکومت له پیاوړی او قدرتمن غبرګون سره مخامخ شی .
د وینزویلا د حکومت دمخالفانو مشر خوان ګوایډو د روان میلادی کال دجنورۍ په ۲۳ نیټه د امریکا او دهغې د متحدانو په ښکاره ملاتړ سره ځان د دغه هیواد ولسمشر وباله داسې اقدام چې د وینزویلا ملت او حکومت هغه د خلکو د منتخب او قانونی ولسمشر نیکولس مادورو پرضد کودتا وبلله .
د ایران د روسیې او د چین په شمول ډیرو هیوادونو د امریکا دغه کړچار غندلی او د وینزویلا ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته د احترام پرضرورت یې ټینګار کړی دی .
د امریکا حکومت د بایکاټ په لګولو او د حکومت دمخالفانو په ملاتړ کولو سره کوشش کوی د وینزویلا قانونی حکومت چې دامریکا ضد کړچار لری نسکور کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي