برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دامریکا په ملاتړسره په یمن کې دانساني غمیزې اوج

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې هیواد ئې په کرونائي بحران کې ډوب شوی او له دغه خوریدونکي ویروس سره په مخامخیدا کې ئې بې وسي نندارې ټه وړانډې کړې ده ، د روغتیا نړیواله اداره ئې په نړۍ کې ددغه ویروس دخوریدا مسئوله بللې او وئيلي ئې دي ، له دغې موسسې سره خپلې څلورسوه میلیون ډالري مرستې به غوڅې کړي
د روغتیا دنړیوالې ادارې سره د امریکا دمرستو په غوڅیدا پسې دغه نړیوال اورګان هم اعلان کړی دی،له یمن سره خپلې اتیا في صدي مرستې غوڅوي.
دیمن بدلونونه په اوسنیو شرائطو کې دوه اړخونه لري .په یوه اړخ کې،د یمن پوځ او و لسی مبارزو کمیټیو له پوځي پلوه خپل موقعیّت له سعودي عربستان سره په جنګ کې پياوړی کړی او اوس دغه تیریګر هیواد د یمن د بې پيلوټه الوتکو او دفاعي توغندیو له قدرته په ویرې کې دی .
په دوهم اړخ کې،د سعودي ائيتلاف له خوا د یمن هراړخیزه کلابندي دوام لري او دغه وضعیّت په یمن کې د انساني غمیزې د دوام سبب شوی دی .
د وروستیو راپورونو په اساس،د یمن له څلورویشت میلیوني نفوسو څخه دوه ویشت میلیون خلک دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري . د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور په اساس،په یمن کې کابو پنځلس زره ماشومان له ناوړه خواړو کړیږي
د یمن کابو پنځلس میلیون خلک هم د طبی او د رملیزو مرکزونو د بندیدو په دلیل له روغتیائي خدماتو محرومه دي . په عین حال کې ، د مرسته رسونې دنړیوالې ادارې (آکسفام) د اعلامیې په اساس ، د ۲۰۱۷کال له جنورۍ رانیولې د ۲۰۱۹کال تر دسمبر پورې دیمن کابو دوه میلیون او دوه لکه څلورپنځوس زره ماشومان د وبا په ناروغۍ ککړ شوي دي ..
د یمن دملی نجات حکومت د روغتیائي چارو وزارت ویندوي یوسف الحاضري دروانې میاشتې په سر کې وئيلي ، په تیرو څلورومیاشتو کې چې د ۲۰۲۰کال تیریږي ،، څه دپاسه اتیا زره یمن وال په وبا ککړ شوي دي .
پر دې سربیره ، د یمن خلک په ملاریا او ډنګي ناروغیو په څير له نورو ډيرو ناروغیو سره هم لاس او ګریوان شوي دي .
په دغه شان شرائطو کې د ا مریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې هیواد ئې په کرونائي بحران کې ډوب شوی او له دغه خوریدونکي ویروس سره په مخامخیدا کې ئې بې وسي نندارې ټه وړانډې کړې ده ، د روغتیا نړیواله اداره ئې په نړۍ کې ددغه ویروس دخوریدا مسئوله بللې او وئيلي ئې دي ، له دغې موسسې سره خپلې څلورسوه میلیون ډالري مرستې به غوڅې کړي .
په ملګروملتو کې د یمن دانسان دوستۍ د چارو غږملونکي لیز ګرانډ هم د امریکا ددغه سیاست په غبرګون کې وئيلي دي د روغتیا نړیواله اداره به د یمن د روغتونونو ، د روغتیا د لومړنیو ضرورتونو د پروګرام او نورو روغتیائي ضرورتونو لپاره د خپلې بودجې کابو اتیا فی صدي برخه غوڅه کړي .
راپورونه ددې ښودنه کوي چې د یمن لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې د بودجې غوڅيدا به په دغه هیواد کې د یوسل نهه اتیا روغتونونو او همداراز د روغتیا دلومړنیو ضرورتونو د دوه سوه مرکزونو کړنې او فعالیتونه کم کړي او سره له دې چې احتمالا د دوي د فعالیتونو د دریدا سبب کیږي
په تیرو پنځو کلونو کې هم د یمن د روغتیا او درملنې برخه یوه هغه ترټولو مهمه برخه یا اداره ده چې د سعودي ائیتلاف دتیریګرو جنګي الوتکو دسختو بمباریو په شیشت کې ورغلې او عملا د یمن د روغتیا او درملنې اصلي برخه عملا په کنډوالې بدله شوې ده .
د یمن د ملی نجات حکومت د رواغتیا وزارت پرون وئيلي دي ، دغه هیواد له کرونا ویروس خوریدا سره دمقابلې لپاره په لومړنۍ مرحلې کې د کرونا د تشخیص پنځه لکه کیټونو ته او په دوهمې مرحلې کې لس میلیون کیټونو ته سملاسي اړتیا لري .
یمن هم همدااوس هم له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس د آلو ، د ذ آکسیحن د کیپسولو په څير د تجهیزاتو د کمښت په څير له ډيرو مهمو مشکلاتو سره مخامخ دي . له دغه وضعیّت سره په یووخت ، سعودي عربستان هم په یمن کې له خپلې خوا د تش په نامه ټينګ کړائي شوي اوربندته پابنده نه دی او هماغه راز ئې په بمباریو او توغندوي حملو سره خلاف ورزیو ته دوام ورکوي.
بې شکه دروغتیا نړیوالې ادارې سره دمرستو غوڅیدا چې په نړۍ کې د روغتیائي مرستو وړاندې کولو لپاره یو ډول تر ټولو مهم نړیوال اورګان دی ، د سعودي ائيتلاف دبمباریو او د ادعائي اوربند د خلاف ورزیو د دوام تر څنګ لامل کیږي، چې په یمن کې انساني بوږنونکی وضعیّت چې اوس هم په نړۍ کې تر ټولو زیات غمیزناک دی لاپسې بوږنونکی شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي