برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا لاس د فلسطین پرضد داسرائیلو په جنایت کی

دیوراپورله مخی په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت نمایندګۍ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې امریکا د فلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلی شریکه وبلله.


په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی امریکا په تیرو اویا(۷۰) کلونو کښې دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلی شریکه ده او په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې (Nikki Haley)د پرون ورځې څرګندونې دغه حقیقت نشی پټولی .
نیکې هیلې پرون د بې اساسه تورونو په تکرارولوسره کوشش وکړ چې په غزې تړانګې کښې دفلسطین دخلکو د څاروی ډوله عام وژلې د سمدستی بندولو لپاره د نړۍ دخلکو غوښتنې منحرفې کړی .

په ملګروملتونو کښې دایران نمایندګۍ په دغه بیانیې کښې ویلی دی دامریکا استازی نیکې هیلې(Nikki Haley) یوځل بیا په داسې شرایطو کښې د اسرائیلو رژیم له تیریګرو او غیرقانونی اقداماتو د امریکا د بې قید او شرطه ملاتړ په سیاست ټینګار وکړ چې دغه کړچارونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ په ترټولو مهم عامل بدل شوی دی .
دغه بیانیه وایی دایران اسلامی جمهوریت یوځل بیا د نړۍ له ټولو هیوادونو غواړی د فلسطین د بې ګناه مظاهره چیانو د عام وژنې دسمدستی بندولو لپاره په صهیونیسټ رژیم دباو راوړی .
د صهیونیسټ رژیم دعسکرو لخوا د فلسطین د څه دپاسه شپیتو(۶۰) ښاریزو له وژل کیدا او د څه دپاسه درې زره(۳۰۰۰) نورو له ژوبلیدا ورووسته دملګروملتونو امنیت شورا د کویت په غوښتنه او د فلسطین د حکومت له اعتراض وروسته غونډه جوړه کړه خو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسیدله
په دغه غونډې کښې له امریکا پرته ټولوغړیو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم په اقدام اعتراض وکړ .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي