برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا د ولسمشر په هکله به نوی رازونه ایشوا

آریانانیوز: د امریکا د سپینې ماڼۍ د عمومی اړیکو د دفتر پخوانۍ مدیرې میرمن اوماروسا مانیګالټ نیومین (Omarosa Manigault)ګواښ وکړ د ولسمشر ټرمپ نوی رازونه به ایشوا کړی.


هغې پرون ګواښ وکړ که چیرې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه مرستیالان وغواړی هماغه راز زما په حیثیت حمله وکړی دې به د ټرمپ پرضد نور سندونه او شواهد خپاره کړی.
نیومین څو ورځې مخکې هم ویلی وو چې غلی به کې ننی او له هیڅ ویرې پرته به د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بدمعاشۍ مخه ونیسی.
دغه څرګندونې له دې وروسته شوی چې د سپیڼې ماڼۍ حقوقی ډلې میرمن اوما روسا مانیګالټ نیومن (Omarosa Manigault)د ولسمشر ټرمپ د رازونو د نه خپرولو د موافقې په خلاف ورزۍ تورنه کړی او ادعا یې کړی ده چې دهغې پرضد یې شکایت کړی دی.
نیومین د ان هینګډ (Unhinged)په نوم د ټرمپ په اړه د خپل نوی کتاب په یوې برخې کښې لیکلی دی چې ما ټرمپ لیدلی وو چې کاغذ یې خوړه.
نیومین ویلی دی د امریکا دولسمشر ټرمپ میرمنې ما ته وړاندیز کړی دی د چپتیا د حق په توګه د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کښې په سپینې ماڼۍ کښې د خپلو مشاهدو په اړه کوم شی خپور نکړی.
نیومین یو (۱)کال د سپینې ماڼۍ د عمومی ارتباطاتو د مدیرې په توګه کار کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي