برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا خلکو د ولسمشر پرضد سترې مظاهرې

دامریکا خلکو له لاس انجلس رانیولی تر بوسټن ښارونو پورې دهیواد په اکثرو لویو او سترو ښارونو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه د مهاجرت د سیاستونو پرضد سترې مظاهرې وکړې.


دامریکا په ټولو ښارونو او سیمو کښې په سلګونو زرو خلکو د ولسمشر ټرمپ د مهاجرت له سیاستونو سره چې میندې او پلاران له خپلو بچیانو جلا کوی خپل مخالفت اعلان کړ .
دامریکا خلکو د سترې محکمې د راتلونکی مشر د ټاکلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په فیصلې هم اندیښنه څرګنده کړه .
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې ددغو مظاهرو شاته ډیموکراټ ګوند ولاړ دی کوم چې د مهاجرت او د ګمرک دچارو د عملی کیدا مخه نیسی .
هغه دامریکا د مهاجرت او دګمرک ادارې نرینه او ښځینه کارکونکو ته په یوه(۱) پیغام کښې وویل تاسو اندیښنه ونکړئ او خپله روحیه له لاسه ورنکړئ .
ټرمپ د امریکا د مهاجرت او دګمرک د ادارې دغو کارکونو ته په وینا کښې وویل تاسو د جرمونو د عاملانو د جرړه دایستلو لپاره زمونږ د محفوظ کولو لپاره ښه کار ترسره کوئ .

شریک یي کړئ!