برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکايي پوځيانو له سوريې څخه د وتلو د لړۍ پيلیدا

آریانانیوز: په سوريه کې د داعش خلاف په جګړه کې د امريکا ايتلافي هېوادونه وايي، له دغه هېواد څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.


د فرانسې اې  ايف پي خبري اژانس د امريکايي پوځي ايتلاف د وياند ډګروال سين ريان له قوله ليکلي، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو چارې عملا پيل شوي دي.
ډګروال ريان ويلي، چې د کره تاريخ،د پوځيانو د ځای او نقل و حرکت په اړه دوی رسنيو ته معلومات نشي ورکولی.
په سوريه کې د بشري حقونو د چارو څارونکې ډله وايي، چې امريکا په شمال ختيځ حسکه سيمه کې له رميلان هوايي ډګر څخه د خپلو پوځيانو د وتلو چارې پيل کړي دي.
له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو چارې په داسې حال کې پيل شوي، چې د تېر کال د دسمبر مياشتې  په ۱۹مه نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ناببره پرېکړه کې له سوريې د امریکايي پوځيانو د ويستلو اعلان وکړ.
د امریکا کانګريس او ټرمپ ادارې يو شمېر غړو د ولسمشر له دې  پرېکړې سره مخالفت وکړ، هغه يې د امريکا په زيان بللې وه.
د امریکا دفاع وزير جيمس ميټس او سوريې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بريټ مک ګرک د ټرمپ پرېکړې سره د اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د  کانګريس يو شمېر غړو هم د ټرمپ پر دغه پرېکړه نيوکه کړې او غوښتنه يې کړې، چې نوموړی بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.
خو ټرمپ لا هم پر خپلې خبرې ټينګار کوي او زياتوي، چې سورې ته د پوځيانو لېږلو موخه د داعش ډلې ځپل و، چې دغه ډله تر ډېره ځپل شوې او نور بايد امريکايي پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

شریک یي کړئ!