برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکائی جاسوس خوشی کیدا دترکیې دحکومت یوسیاسی حرکت دی

آریانانیور: دترکیې د اوزګر پوهنتون مشر فکرت اوزکایا وویل ، د ترکیې د رجب طیب اردوغان دحکومت له خوا دامریکائی جاسوس پادری آندرو برونسن خوشی کیدا یو سیاسی حرکت دی او د دغه امریکائی جاسوس خوشی کیدا، د ترکیې په ضد دامریکا دبندیزونو دلغوه کیدا لامل نه شی کیدلی .
دترکیې د سیاسی چارو دغه کارپیژاند زیاته کړې ، په امریکا کې د د عبدا… ګولن پشمول ځینی کسان د ۲۰۱۶کال دجولائی دپنځلسمې نیټې د ناکامې کودتا اصلی پلانونکی دی ، چې ترکیه دلچسپی لری ، دوی انقرې ته وسپارل شی.
هغه زیاته کړې ترکیه نه ده توانیدلې،په ترکیې کې په پاتیکیدا کې له امریکائی جاسوسه سمه ګټه پورته کړی .
بلاخره دامریکا په پرله پسې د باؤنو پسې د ترکیې دازمیر ښار محکمې په ترکیې کې په جاسوسۍ تورن د نیول شوی امریکائی پادری آندرو برونسن دخوشی کیدا حکم صادر کړی دی .
آندرو برونسن د اکتوبر په دولسمه نیټه په سختو امنیتی تدریرونو سره یو ځای دترکیې د ازمیر ښار په محکمې کې حاضر کړائ شو او په نهایت کې د محکمې قاضی د دلیلونو په آوریدو سره دهغه دخوشی کیدوامر صادر کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي