برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکائی اقداماتوپه ضد ستره مظاهره

آریانانیوز: د ترکیې په لسګونو زره خلکو په استانبول کې د امریکا د کونسلګرۍ په وړاندې په غونډیدا سره مړه دې امریکا او کرد ترک سره وروڼه دی په څیر شعارونه پورته کړل .


راپورښئ دترکیې په لسګونو زره خلکو دترکیې په ضد د امریکا دولسمشر ډونالډټرمپ د وروستیو اقتصادی ګواښونو په غبرګون کې د ترکیې په نورو ښآرونو کې هم دامریکا له ولسمشره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده .
ټرمپ په همداوروستیو کې وئیلی دی ، که انقره دسورئې په شمال کې په کرد ملیشه ای ځواک حمله وکړی ،نو امریکا به د ترکیې اقتصاد تباه کړی .
په عین حال کې د ترکیې د وطن ګوند مرستیال مشر جم دیکمن په استانبول کې د لسګونو زره مظاهره چیانو په ټول کې وئیلی دی ، دترکیې په ضد دټرمپ اقتصادی ګواښونه ګستاخې خبرې دی او د دغه هیواد ولس به ورته مناسب ځواب ورکړی .
داپه داسې حال کې دی چې د ترکیې په باب د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ترکیې دسیاسی اورسندوئی ټولنو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی او ډیرو دامریکا د ولسمشر ګواښونو ته د ترکیې د چارواکو د پریکنده ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده .

شریک یي کړئ!