برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داسرائیلوسره د اړیکو عادی کول فلسطین نابوده کوی

آریانانیوز: په بیت المقدس کښې د روم د ارتډوکس کلیسا مشر اسقف یا پادری عطاالله حنا ټینګار وکړ داسرائیلو له رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو عادی کول د فلسطین دمسلې د له مینځه وړلو لپاره دی .


هغه نن په قدس کښې وویل له اسرائیلو سره د اړیکو دعادی کولو ښکارنده زیاته شوی ده او عرب هیوادونه ددغه ښکارندې چې هدف یې د فلسطین دموضوع له مینځه وړل او په کامل ډول د قدس ښار غصبول دی برخه ګرځیدلی دی .
حنا وویل داسرائیلو رژیم توکمپال او فاشیسټ ماهیت او ظلم او د فلسطین دملت دحقوقو د خلاف ورزۍ کول هیڅکله نه بدلیږی او له ۱۹۴۸ میلادی کال راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژیم ماهیت همدا ډول دی خو هغه څه چې باید بدل شی د فلسطین دخلکو اوسنی شرایط او د عربانو حالت دی .

شریک یي کړئ!