برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دآمریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اسرائیلو د لابۍ دملاتړ د جلبولوپه هڅه

آریانانیوز: د روسیې د فیډراسیون د شورا(مشرانو جرګې ) د استخباراتی سیاسټ دکمیټۍ مشر الیکسی پوشکوف (Aleksey Konstantinovich Pushkov) وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په جولان لوړو د اسرائیلو د واکمنۍ په رسمیت پیژندلو سره د ۲۰۲۰ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اسرائیلو د لابۍ دملاتړ د جلبولوهڅه کوی .
هغه وویل د امریکا دولسمشر ټرمپ دغه اقدام د نړیوالې حقوقو پرخلاف دی او د جولان د لوړو په حالت به هیڅ اغیز ونلری .
السکی پوشکوف وویل د سوریې دجولان دلوړو په هکله د امریکا دغه یواړخیزه اقدام به هیڅکله د نړیوالې ټولنې ملاتړ ونلری .
د روسیې د ولسی جرګې دوما دنړیوالو چارو د کمیټۍ مشر لئونید اسلوتسکی (Leonid Viktorovich Slutsky i) هم وویل د جولان په لوړو د سرائیلو د واکمنۍ(نیواکګرۍ) په رسمیت د پیژندلو په هکله د امریکا فیصله د مینځنی ختیځ د حالاتو په سوله ایز ډول د حل کولو په لاره کښې دماین(land mine) دښخولو په معنا ده او دا دملګروملتونو له پریکړه لیکونو او نړیوالو حقوقو سره توپیر لرونکی اقدام ګڼل کیږی .
اسلوتسکی وویل دا له تل ابیت څخه قدس ته د امریکا د سفارت له انتقالولو او له ایران سره له شوی اټومی موافقې له وتلو وروسته د امریکا دحکومت دریمه(۳) غیر رغنده فیصله ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون د نړیوالې قوانینو پرخلاف یوه(۱) اقدام او دملګروملتونو دامنیت شورا د پریکړه لیکونو په ډاګه خلاف ورزۍ کښې داسې حکم لاسلیک کړ چې پراساس یې واشنګټن د سوریې دجولان په نیواکی لوړو د صهیونیسټ رژیم واکمنۍ په رسمیت پیژندی .
صهیونیسټ رژیم په ۱۹۶۷ میلادی کال کښې په جولان لوړو کښې د سوریې دخاورې کابو اتلس سوه(۱۸۰۰) مربع کلومیټره ځمکه ونیوله او څه موده وروسته یې دغه سیمه له نیواکې ټاټوبو سره یوځاې کړه .نړیواله ټولنه هیڅکله د اسرائیلو دغه اقدام په رسمیت نه پیژندی .

شریک یي کړئ!