برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خوشي شوي کشیش ټرمپ ته د عقل دعا وکړه

آریانانیوز: په ترکیه کې نیول شوی کشیش، چې پر سر يې د امریکا او ترکيې اړیکې خړې شوې پرون خوشي کړل شو.


د اندرو برونسن د نیول کېدو له امله امریکا په ترکیې بندیزونه ولګول او ترکيې هم ټينګار کاوه، چې دې کشیش ترهګریزو فعالیتونو کې ونډه درلوده.
برونسن له دوه کلن زندان وروسته پرون خوشي کړل شو او په سپینه ماڼۍ کې يې له ټرمپ سره هم ولیدل.
هغه د ټرمپ مخې ته په ګونډو شو او پخپله دعا کې يې ورته وویل، خدای دې «فوق العاده» عقل درکړي.
ټرمپ له کشیش سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: «ترکیه هم په سم وضعیت کې نه وه، ډېرې ستونزې يې لرلې، زه د دې کار د امکاني کېدو له امله له ولسمشر اردوګانه مننه کوم.»
اندرو برونسن له نږدې دوو لسیزو راهیسې ترکیه کې اوسېده، چې وړم کال ترکیه کې د ناکامې کودتا کې شریکېدو او له کردي وسله‌والو سره د تړاو په جرم زنداني شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي