برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی، خو د قربانۍ پسه به يې د استخباراتو رئيس شي

آریانانیوز: نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي شاهي دولت به د جمال خاشقجي په وژنه کې د وليعهد محمد بن سلمان دفاع وکړي او پر ځای به يې د استخباراتو مسوول د دغې وژنې مسؤو وبلل شي.


ورځپاڼې د باوري استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي، چې وليعهد په رسمي ډول استخباراتو ته د خاشقجي د وژلو امر کړی دی.
نيويارک ټايمز زياتوي، چې د سعودي حکومت د دې خبرې منلو ته چمتووالی نيسي، چې خاشقجي د استخباراتو له لاسه په تېروتنه وژل شوی او د بن سلمان لاس په کې ردوي.
سرچينه زياتوي، چې وليعهد استخباراتو ته سپارښتنه کړې، چې خاشقجي ونيسي او څېړنې ترې وکړي او که د څېړنو پر مهال د زور او شکنجو اړتيا هم وه، سرپه دې نه کوي.
که څه هم تر اوسه د خاشقجي د قضيې ګڼ اړخونه لا تت پاتې دي او د نيويارک ټايمز په وينا سعودي هڅه کوي، چې دغه پړه پر استخباراتو واچوي، تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، چې کېدای شي خاشقجي د «بد معاشو وژونکو ډلو» پر لاس وژل شوی وي.
ټرمپ سعودي ته ګواښ کړی، که د خاشقجي په وژنه کې يې لاس ثابت شي، سخته سزا به ورکړي.
ټرمپ د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز له خولې ويلي، چې هغه د خاشقجي له وژنې ناخبره وو.
په واشنګټن کې د الجزيرې ټلويزون خبريال ناصر الحسيني وايي، چې د خاشقجي د قضيې په اړه د سعودي پر ضد د ټرمپ څرګندونې د کانګريس د غړو تاييد کوي، چې پر سعودي يې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
واشنګټن پوسټ هم د يوې باوري سرچينې په حواله ليکلي، چې د خاشقجي د وژلو امر مستقيما محمد بن سلمان ورکړی دی.
سي ان ان ټلويزون هم ويلي، چې خاشقجي د سعودي وليعهد په امر وژل شوی او سعودي چارواکي اوس په داسې راپور کار کوي، چې د خاشقجي وژنه ومني، خو پړه يې د بن سلمان پر ځای د استخباراتو پر رئيس واچول شي.
خو سعودي لا هم د خاشقجي د وژلو مسؤوليت نه مني، په دې اړه پر سعودي لګېدلي تورونه ردوي، خو داسې دلايل يې هم نه دي وړاندې کړي، چې د خاشقجي له وژنې پرې ځان خلاص کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي