برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

حماس د سدیه تیمان توقیف ځای د نیواکګر رژیم د ګوانتانامو زندان وباله

د حماس غورځنګ یو مشر د «سدیه تیمان» توقیف ځای د نیواکګر رژیم د ګوانتانامو زندان ګڼلی، چې هلته د غزې د تړانګې د بندیانو په وړاندې هر ډول منظم او وحشتناک جنایتونه او شکنجې ترسره کیږي.


د شهاب فلسطیني خبري اژانس د راپور له مخې عزت الرشق په دې اعلان سره زیاته کړه په دغه توقیف مرکز او د دغه رژیم په نورو توقیف ځایونو کښې هر ډول شکنجه د صهیونیسټ رژیم د فاشیست حکومت په بشپړ ملاتړ او څارنې کښې د فلسطینی بندیانو په خلاف ترسره کیږی.

هغه زیاته کړه چې په زندانونو کښې له خپلو بندیانو سره د مقاومت ډلې چلند له فلسطینی بندیانو سره د غاصب رژیم د چلند تر مینځ توپیر د آزادۍ د مبارزینو د سپیڅلی چلند او د انسان په شکل ناپاکو وحشیانو د کرکې وړ چلند تر منځ توپیر دی.

زموږ د خلکو پر وړاندې وحشتناک جنایتونه د نړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې په رڼا ورځ ترسره کیږي، چې پر وړاندې یې چوپه خوله ده او له ټولو غواړي، چې د دې جنایتونو د مخنیوي او د هغوی د عاملینو د محاکمې لپاره خپل تاریخي مسؤلیت ترسره کړي.

هغه وحشیانه جنایتونه او تیري چې د غزې په تړانګه کې د فلسطیني بندیانو په وړاندې د غاصب رژیم په توقیف ځایونو کې ترسره کیږي د غچ اخیستونکي او بې رحمه هڅې دي چې زموږ د ارادې د ماتولو توان نه لري او له بلې خوا دغه جنایتونه د فلسطین د ملت او د ولس د اتلولۍ مقاومت په وړاندې اود غاصب رژيم د مشرانو ناکامي د دې ښودنه کوي چې د هغوي شومو اهدافو ته نه دي رسيدلي.

شریک یي کړئ!