برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمال خاشقجي امریکايي ورځپاڼې ته څه ويلي و؟

آریانانیوز: امريکايي ورځپاڼې رابرټ رايټ انلاين ويلي، چې سعودي خبريال جمال خاشقجي «چې په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له داخلېدو راهيسې يې لا هم د ژوند او مرګ درک نه لګي» له نيول کېدو وړاندې د سعودي چارواکو او په ځانګړې توګه د وليعهد محمد بن سلمان له لوري خپل ژوند اندېښمن و.
نيويارکر ورځپاڼې په يوې خپرې کړې مقالې کې ويلي، چې خاشقجي له نيول کېدو وړاندې له ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي و، چې د سعودي نوي مشران د هغه د ترور هوډ لري.
د رابرټ رايټ په وينا ښاغلي خاشقجي وويل: «طبيعي خبره ده، چې نوې اداره غواړي ما له صحنې وباسي.» ورځپاڼې په خپلې تبصرې کې ويلي، چې هغه مهال يې د خاشقجي ژوند ته پېښېدونکي ګواښونه له مبالغې ډک بللي و.
خاشقجي په دې باور و، چې بن سلمان د سياسي مخالفينو پر وړاندې هېڅ ډول زغم نه لري او زياته کړې يې وه، چې د سعودي اصلي واکمن محمد بن سلمان دی او ۱۹۵۳کال راهيسې په سعودي کې له تېرو شوو شپږو واکمنانو ځان ډېر واکمن او زورو بولي.
نيويارکر د ورک شوي سعودي خبريال له خولې ليکلي، چې څلور کاله يې د حکومت په ګټه فعاليتونه وکړل او هېڅکله يې دا باور نه کاو، چې دی به د بند له ګواښ سره مخ شي، خو وروسته پوه شوی و، چې له خطر سره مخ کېدونکی دی او له همدې امله يې هېواد پرېښود.
رابرټ رايټ په تېر نومبر کې د خاشقجي له خولې ليکلي و، چې د سعودي اوسنی نظام د ایران له مذهبي حکومت سره ورته والی لري او محمد بن سلمان د هېواد مذهبي مشر دی، چې ټولې پرېکړې يې سمدستي د نفاذ وړ بلل کيږي.
ورځپاڼې ليکلي، چې خاشقجي په سعودي کې وتلی او منلی نوم دی، له تېرو څو کلونو راهيسې يې د چارواکو په ملاتړ ليکنې او څرګندونې کولې، خو له تېرې لنډې مودې راهيسې يې له چارواکو سره اړيکې ترينګلې شوې وې.
نيويارکر ورځپاڼه وايي، چې جمال خاشقجي په هېواد کې خپل ژوند له پېښدونکي خطر وړاندې د ۲۰۱۷ کال په جون کې سعودي پرېښود، خو د خپل هېواد په يې اړه نظر اغېزناک و، په ټويټر کې يې ۱.۷ ميليونه پلويان درلودل او د واشنګټن پوسټ په ګډون نورو نړيوالو رسنيو او ټلويزونو کې يې نظرونه خپرېدل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي