برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تېرو لسو میاشو کې نږدې ۱۲ زره کسان په ډزو کې وژل شوي

آریانانیوز: امریکا کې په تېرو لسو میاشتو کې تر ۴۷زره ډېر د ډزو بریدونه شوي او نږدې ۱۲زره تنه پکې وژل شوي دي.


وړمه ورځ د امریکا په پیټزبرګ کې یو تن یوولس تنه یهودان ووژل، چې له هغه وروسته د مارکیټ واچ، په نوم يوې ویبپاڼې په دې اړه تفصیلي راپور خپور کړ.
د سرچینې په وینا د روان کال له پیله د لسمې میاشتې تر ۲۷مې د ډزو ټولې ۴۷زره او ۲۲۰ پېښې شوې، چې پکې ۱۱زره او ۹۸۴ تنه وژل شوي دي.
سرچینه وړاندې زیاتوي چې هره ورځ په منځني ډول د ډزو ۱۵۷ پېښې شوې او په منځني ډول هره ورځ ۴۰ تنه وژل شوي دي.
دې ویبپاڼې لیکلي چې معلومات يې د تاوتریخوالي له ارشیفه اخیستي او پوره دقیق دي.
په امریکا کې د بل چا له لوري د وژلو تر څنګ د ځانوژنو زیاتېدو هم اندېښنې را پیدا کړې دي، چې څو ورځې وړاندې امریکايي رسنیو وویل، د ځانوژنې سنله مخ پر ډېرېدو ده.
امریکا د نړۍ په سطحه یو هغه هېواد یادېږي چې عام وګړي پکې پرېمانه اندازه شخصي وسلې لري او ذهني سکون پکې تښتېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي