برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر درې اونیو يوری په کورونو کار کوی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نیویارک کښې خپلو ۳۰۰۰ کارکونکو ته ویلي چې، تر هغې چې د ډېرو مهمو چارو لپاره غوښتل شوي نه وي، د درې اونیو لپاره دې له کورونو کار وکړي
دا کار د د ملګرو ملتونو په مقر کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.
د جمعې په ورځ ګوټیریش وویل، د دې پلان هدف دا دی چې “د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خپل فزیکي حضور کم کړو، خو په عین حال کې د خپل ماموریت ترسره کولو ته دوام ورکوو.”
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، خپلو کارکونکو ته په یو جلا پیغام کې ویلي چې د دوی روغتیا یې لویه اندېښنه ده او ترې غوښتي یې دي چې”خوندي، مهربان او او بیدار” و اوسي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې، دا امر به د یکشنبې له ورځ وروسته عملي شي.
دوجاریک زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کارکونکو نه هیڅوک هم تر اوسه په کویډ ۱۹ وایروس اخته نه دی پېژندل شوی، خو په ملګرو ملتونو کې د فیلپین یو ډیپلوماټ پر دې وایروس اخته ثابت شوی دی.

شریک یي کړئ!