برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکیې د پی ایل د دفتر په بندولو کې د امریکا په اقدام نیوکه

آریانانیوز: د ترکیې د خارجه وزارت ویندویي په واشنګټن کې د فلسطین د ازادي غواړي جبهې یا پی ایل او د دفتر د چوټي کولو لپاره د امریکا په فیصله نیوکه وکړه او هغه یې اندیښمنوونکې وبلله.


د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې حامي اکسوي پرون وویل : په واشنګټن کې د پی ایل او د دفتر د بندولو لپاره د امریکا فیصلې وښودله چې سپینې ماڼۍ د ساز باز د خبرو په وړاندې خپل بې پلوي توب له لاسه ورکړی دی.
اکسویي زیاته کړه: ترکیه د فلسطین دخلکو تر څنګ ده او په دغه ټاټوبي کې یوې پایدارې حل لارې ته د رسیدلو لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ به جاري وساتي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وړمه ورځ رسما د پی ایل او د دفتر بندول اعلان کړل .
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د امریکا دغه فیصله د سازباز د بهیر د شنډ پاتې کیدو نښه وبلله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي