برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ترکیی ته د ایف۳۵ډوله جنګی الوتکوتجهیزات نه ورکول

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړی،امریکاله ورسیې د ایس څلور سوه ډوله دفاعی توغندوی سسټم داخستو لپاره دترکیې دفیصلې په غبرګون کې ، ترکیې ته د ایف ۳۵ډوله جنګی الوتکو د تجهیزاتو منتقلول درولی دی .


راپور ښئ دا په ناټو موسسې کې دواشنګټن د یوه متحد په توګه په ترکیې د ایف ۳۵ډوله جنګی الوتکو دخرڅولو په درولو کې دامریکا لومړنی ګام دی .
امریکا په وروستیو میاشتو کې په کرتو له روسیې دایس ۴۰۰ډوله توغندوی دفاعی سسټم داخستو په باب ترکیې ته خبرداری ورکړی ؤ .
دامریکا د دفاع وزارت ویندوئې چارلز سامرزپه همداروستیوکې په یوې خبری غونډې کې وئیلی ،له روسیې دایس ۴۰۰ډوله توغندوی دفاعی سسټم اخستل دترکیې لپاره خطرناکې پایلې لری .
داپه داسې حال کې دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همداوروستیو کې ګواښ کړی،امریکا هیڅ حق نه لری،ترکیه دروسیې د ایس څلور سوه ډوله دفاعی توغندوی سسټم له اخستو منع کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي