برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکیه کې د فلسطین په ملاتړ په سلګونو زره خلک را ووتل

د ترکیې په استانبول ښار کې په سلګونو زره خلک د فلسطین په ملاتړ او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال پر ضد یې مظاهره وکړه.


مظاهره چې شعار یې وو، «د اشغال پر ضد غږ اوچت کړئ» د ترکیې د مدني ټولنو په غوښتنه را وتلې وه او د سلګونو زرو ترکانو په کښي ګډون کړی، د اسرائیل او امریکا پر ضد یې د شعارونو تر څنګ د ترکیې او فلسطین بیرغونه اوچت کړي وه.
د ترکیې د اناطولیه خبري اژانس د راپور سره سم د ترکیې په باطمان ښار کې هم مظاهرې را وتلي وې او دوی هم د فلسطین په غزه تړانګه کې د زیاتو فلسطیني مظاهره کوونکو وژنه هم وغندله، د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل او د مدني ټولنو مشرانو ویناوي هم وکړې.

شریک یي کړئ!