برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکیه د امریکې دباؤنو او بندیزونوته پریکنده ځواب ورکوي

آریانانیوز: رجب طیب پرون په یوه وینا کښې، په دې خبرې سره چې له یوې سیاسي او خرابونکې لوبې سره مخامخ یو، یوځل بیا امریکې ته په خطاب کښې وویل: انقره به د واشنګټن ګواښونو ته پریکنده ځواب ورکړي.


د ترکیې ولسمشر زیاته کړه: امریکې چې د انقرې د حکومت خلاف کوم کارونه په کودتا او لمسونکو اقداماتو سره ونه کړی شول، غواړي په پیسو یې ترسره کړي او د دې کار نوم، په واضحه توګه (اقتصادي جنګ) دی.
اردوغان زیاته کړه چې واشنګټن په ډالر سره ترکیه په نښه کړې ده خو انقره هم له نورو لارو امریکا هدف ګرځوي.
د ترکیې د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د خپل هیواد خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره یوه ستره تیروتنه بللې او ټینګار یې کړی چې امریکا به د دې غلیمانه سیاست په دوام سره، په سیمه کښې د خپلې انډیوالې په توګه ترکیه، له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي