برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بې پولې ټوریسټانو هم د خبریال جمال خاشقجی په باب دپلټنو غوښتنه

آریانانیوز: دبې پولې ټوریسټانو ټولنې په ترکیې کې د سعودی عربستان د کرکتونکی خبریال جمال خاشقجی د برخلیک دټاکنې لپاره دنړیولو خپلواکه څیړنو غوښتنه کړې.


دبې پولې ټوریسټانو ټولنې پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دغه ټولنه پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی دبرخلیک لپاره دبې پلوه اوخپلواکه څیړنو دسملاسی پیلولو غوښتنه کوی او له ترکیې اوعربستانه غواړی ، په دې باب دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړی او د ټولو لپاره دې دڅیړنو نتیجې اعلان کړی .
داپه داسې حال کې دی چې دترکیې،ترک خبرانټرنیټی سایټ یوه لیکوال ګونتاشیمشک وئیلی دی،دسعودی عربستان د ایس پی اې هوائی شرکت دوې الوتکې داکتوبر په دوهمه نیټه د استانبول په هوائی ډګر کیښناستلی او ځینی مخ پټی کسان جې جاسوسان ښودل کیږی ورځینی پلی شوی وو . البته په هغو کې په یوې الوتکې کې یوازې له پیلوټ پرته بل څوک نه وو ، او په بلې الوتکې کې نهه کسان سوارۀ وو چې ټول د عربستان داستخباراتی ادارو ماموران وو .
هغه وئیلی د خاشقجی د بې درکه کیدا په ورځ له ترکیې دسعودی عربستان پنځلس امنیتی ماموران وتلی او داستانبول د آتاتورک هوائی ډګر ا منیتی مامورانو هم دهغوی بکسې په معمولی ډول کنټرو ل کړی څو له کوم شک سره مخامخ نشی . داپه داسې حال کې دی چې د ترکیې ځینو رسندویو د دغو سعودی استخباراتی مامورانو تصویرونه اوکلیپونه هم خپرۀ کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي