برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بودایان په هند کی یو مسلمان د غوا د حلالولو په تورو وژل

د هندوستان په «مدهیه پردیش» ایالت کې هندو سخت دریځو دوه مسلمانان په دې وجې په وهلو او ډبولو تر مرګه رسولي چې ولي يې غواوي ذبحه کړي.


د هندي رسنیو په حواله د مدهیه پردیش په «ساتنا» ولسوالي کې هندو سخت دریځو دوه مسلمانانو باندي د لرګیو او ډبرو په واسطه بریدونه وکړل چې له امله یې دواړه تر روغتونه ورسیدل او هلته یو کس مړ سو او بل تر اوسه د کوما په حالت کې دی.
د راپورونو سره سم د پيښې وروسته پولیسو څلور کسان نیولي او د کوما په حالت کې پر ټپي مسلمان یې هم د غوا د حلالولو په تور دوسیه ثبت کړې ده.
د پولیسو یوه افسر رسنیو ته ویلي چې په دغه پيښه کې وژل شوی کس په اصل کې خیاط دی، چې نوم یې «سراج خان» دی، ۴۵ کاله عمر لري، نوموړي د پيښې په ځای کې ووژل شو او د هغه بل ملګری په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.
هندیان چې د غوا عبادت کوي، د غوا حلال، غوښه یې ساتل او یا خوړل جرم بولي، په ځانګړي ډول په «مدهیه پردیش» ولایت کې د غواوو حلالول په دولتي کچه جرم بلل کیږي او اوه کاله قید یې سزا ده، خو په ځینو نورو ولایتونو کې کیدای شي دغه سزا تر عمري بنده پوري وغځیږي.
په شاندیګړ ایالت کې هندو سخت دریځ یو باروړونکی موټر تلاشي کوي
باید وویل شي چې د کال ۲۰۱۴ راهیسي چې په هندوستان کې د اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي په مشري د بهاراتیا جاناتا سخت دریځه هندو ګوند واکمن شوی، له هغه راهیسي د غواو له وجې د مسلمانانو قتل زیات شوي دی، په ځانګړي ډول د هندو سخت دریځو له لوري پر لویو لارو موټر درول کیږي، که په موټر چې غواوي او یا د غوا غوښې وموندل شي، موټر چلوونکي او سپرلي يې تر مرګه وهل کیږي او وژل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي