برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بن سلمان له خپل حده تېری کړی او د خاشقجي د وژلو امر يې کړی

آریانانیوز: د امريکا جمهوري پلوه سناتور باب کورکر ويلي، چې د جمال خاشقجي د وژنې مسؤوليت مستقيما د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پر غاړه دی او په دې قضيه کې د سعودي څېړنيز راپور نشي منلی.


سناتور کورکر د کانګريس د بهرنيو چارو د کميسيون مشر هم دی، نن يې سي ان ان ټلويزون ته وويل: «هو زه په دې باور يم، چې د خاشقجي د وژنې مسوول بن سلمان دی.»
دغه امريکايي سناتور ټينګار کړی، چې څومره استخباراتي او څېړنيز راپورونه يې لوستي، دی دې پایلې ته رسېدلی، چې د پېښې تر شا د محمد بن سلمان لاس دی او په دې اړه بايد له سعودي سره پوره حساب کتاب وشي.
کورکر زياته کړې: «د خاشقجي د وژنې په قضيه کې د سعودي څېړنيز راپور نشو منلی او زه فکر نه کوم، چې څوک دې پرې باور وړي او دا هم وايم، چې د خاشقجي په قضيه کې سعوديانو خپل ټول باور له لاسه ورکړی دی.»
دغه امريکايي سناتور له کانګريس څخه غوښتي، چې د خاشقجي په قضيه کې له ترکيې سره شته ټول اسناد په خپله وڅېړي.
ګڼې تېروتنې:
سناتور کورکر ټينګار کړی، چې محمد بن سلمان دغه منصب ته له رسېدو راهيسې ګڼې تېروتنې کړي، چې تر ټولو خطرناکې يې د قطر محاصره، د لبنان د لومړي وزير سعد الحريري يرغمل کول او دا دی، اوس يې يو ځل بيا له حده تېری وکړ او خاشقجي يې وواژه.
په عين حال کې بل جمهوري پلوه سناتور راند پال ويلي، چې دا هېڅ امکان لري، چې پنځلس کسان دې د يوه سياسي مخالف وژلو ته د ولي عهد له هوکړې پرته لېږل شوي او په دې اړه يې د سعودي سپيناوی د ټولې نړۍ سپکاوی بللی دی.
همدارنګه د سي ای اې پخواني مشر جون برينان ان بي سي ټلويزون سره په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د سعودي په شاهي کورنۍ کې دومره څوک نه پيدا کيږي، چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته ووايي، چې «زوی دې ليونی، ګډوډ او وحشي» دی.
جون برينان ويلي، چې محمد بن سلمان په شاهي کورنۍ کې يو سرطان دی، بايد دغه سرطان وويستل شي او له سعودي سره د امريکا اړيکې له ده پرته په سمه توګه پر مخ ولاړې شي.

شریک یي کړئ!