برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بحرین له اسراییلو سره د رسمي اړیکو په لټه

د اسراییلو آی څلورویشت نیوز سایټ پرون راپور ورکړ بحرین به فارس خلیج سیمه کې لومړی عربي هیواد وي چې له اسراییلو سره خپلې دپلماتیکې اړیکې اعلانوي.


دغه ساییټ د یو بحرني مسوول له قوله چې نه یې غوښتل نامه یې واخستل شي ولیکل: بحرین اسراییلو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د دواړو لورو غږملتیا به د بحرین له اساسي اصولو سره کوم ټکر ونه لري. په عین حال کې د اسراییلو خارجه وزارت راپور ورکړ چې ټاکل شوې یو اسراییلی پلاوی د جون په څلورویشتمه نیټه د ملګرو ملتو د فرهنګي ادارې یونیسکو له خوا په بحرین کې په یوه جوړیدونکې غونډه کې برخه واخلي.
دا لومړی سفر دی چې یو رسمي اسراییلی پلاوی یې د فارس خلیج یو عرب هیواد ته چې له اسراییلو سره دپلماتیکې اړیکې نه لري ترسره کوي.

د پیړۍ د معاملې په نامه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سازشي طرح په چوکاټ کې له اسراییلو سره د عربو هیوادنو د سازشونو نوې لړۍ پیل شوې ده .
د پيړۍ معامله د امریکا د دولت نوې سازشي طرحه ده چې د فلسطین د خلکو د حقوقو په ختمولو پسې ده او دغه طرحه د ځینو عربو هیوادونو منجمله عربستان په ملګرتیا او موافقې سره جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي