برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ایران دصهیونیسټ رژیم جنایتونو ته دغبرګون غوښتنه

دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی د فلسطین په غزې تړانګې او نورو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم دعسکرو د پرون ورځی دجنایتونو په غندلو سره دصهیونیسټانو جنایتونو ته د نړیوالې ټولنې د سمدستی غبرګون غوښتنه وکړه.


د فلسطین دغزې تړانګې او دنورو سیمو خلکو په نیواک قدس کښې د امریکا دسفارت له پرانیستل کیدا او د فلسطین دنیواک د کلیزې په درشل کښې پرون پراخې مظاهرې وکړې .
د صهیونیسټ رژیم عسکرو په دغو مظاهرو یرغل سره هغه په وینو کښې لیتې پیتې کړې .
دایران د باندنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی په دې خبرې ټینګار سره چې د فلسطین د بې دفاع خلکو ، ماشومانو او دښځو وژل او دفلسطین دخلکو د ځمکو نیول په تیرو اویا(۷۰) کلونو کښې د صهیونیسټانو په اصلی ستراتیژۍ بدل شوی دی وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم پرون دامریکا په سفارت کښې دفلسطین دبې ګناه انسانانو د څاروی ډوله عام وژلې په څنګ کښې جشن جوړ کړ او خوشحالۍ یې وکړه .
هغه په فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې جنایتونه دامریکا دبې دریغه ملاتړ او دسیمې د ځینو عربو حکومتونو له خیانت او ذلت څخه دډک سازباز نتیجه وبلل او زیاته یې کړه امریکا او دهغې ملاتړی دفلسطین د مظلومو خلکو د کړاونو مسول دی .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی د زور، د پیسو او د دوکې د مثلث په وړاندې د فلسطین د مسلمانانو خلکو له صبر څخه له ډکو او جایزو مبارزو څخه د ایران دملاتړ په اعلانولو سره په نړیوالواو سیمه ییزو ټولنو او موسسو غږ وکړ په بیړنی اقدام او خوځښت سره دقدس دنیواکګر رژیم دجنایتونو د غندلو په ترڅ کښې اسرائیل د جنګی جنایتکار په توګه نړیوالې محکمې ته معرفی کړی .
هغه دنړۍ له نورو ازادی غواړی او مسلمانو ملتونو هم وغوښتل د اعتراضیه غونډو او لاریونونو په ترسره کولو سره په فلسطین کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو او د قدس دنیواکګر رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په اعلانولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د غیر قانونی اقدام د غندلو په ترڅ کښې د فلسطین له خلکو سره پیوستون اعلان کړی .
امریکا پرون له پراخو نړیوالو او سیمه ییزو مخالفتونو سره سره خپل سفارت له تل اویو(Tel Aviv) څخه قدس ته انتقال کړ .
قدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي