برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ايراني جنګي الوتکې

آریانانیوز: د اګست ۲۲ نېټه په ايران کښې د دفاعي صنائعو له کليزې او د «کوثر» نومې پرمختللې ځاي وړومبنۍ جنګي الوتکې له مخکتنې سره په يو وخت د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ايران د وروستيو دفاعي لاسته راوړنو بياکتنه وکړه.


د ايران د اسلامي جمهوريت د هوائي ځواک د جنګ د توان وده او پائيلټۍ زدکړې،د اويونيک او د څلورم نسل پرمختللي اور کنڼرولونکو سېسټمونو ځائ کول، مېکانيکي او هېډروليکي سامانونه او د بنيادي سائنسي شرکتونو، د دفاع د وزات صنعتي ادارو او د پوهنتوني او تحقيقاتي مرکزونو پراخه نېټ ورک استعمالونکے سېسټم د «کوثر» جنګي الوتکې ځينې خصوصيتونه دي.
د دغه رپوټ له مخې د دغې جنګې الوتکې چې بشپړه په ځاي توګه جوړه شوې ده په مخکتنې سره د ايران اسلامي جمهوريت د الوتکو ، جنګي الوتکو د پلانونکې او جوړونکې او د اور د کنټرولونکې ټېکنالوجۍ لرونکو د ګوتې شمېر څو هېوادونو په قطار کښې راغلے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي