برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا په یمن کې د جنګ دوام غواړی

آریانانیوز: دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ عمومی منشی عبدالمالک بدرالدین الحوثی پرون په ټیلیوژنی خبرو کې په دې په ټینګار سره چې په میدان کې دخلکو پراخ شتون، دیوه ملت دتل پاتې اواتلوالو دریځونو یوتعبیر دی ، ووئیل ، دتیریو په پنځمې کلیزې کې دیمن د خلکو مقاومت د تیریګرو ماته ګڼل کیږی .
الحوثی ددې خبرې په کولو سره چې په یمن دسعودیانو دتیریو د وخت اوږدیدا دملت پر ثبات اوتل پاتیکیدا هیڅ اغیزې نه دی شیندلی ووئیل ، دتیریګرو زیات غوښتنه له ماتې سره یو ځای شوی ده . بدرالدین الحوثی وئیلی ، دیمن د خلکو دفاعی اقدام یو روا اوقانونی اقدام دی او هغه څه چې دتیریګرو ائیتلاف ئې کوی ، دیمن په داخلی چارو کې لاسوهنې حسابیږی . عربستان باید ومنی چې له مونږ سره په احترام سره تعامل ولرل شی او له خپلو سپیرو نیّتونو لاس په سر شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي