برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا په سوریې کې د ترهګرو ملاتړ کوی

آریانانیوز: دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ترهګرۍ سره دمبارزې په اړه دامریکا د ادعا په ردولو سره وویل امریکا په تیرو څو کلونو کښې په سوریې کښې فعالو ترهګرو ډلو ته د وسلو ، مهماتو او پوځی تجهیزاتو نولس زره(۱۹۰۰۰) ټرکونه استولی دی .



هغه په سوریې کښې له فعالو ترهګرو ډلو دامریکا دملاتړد ختمولو او د وسلو د استولو دبندولو غوښتنه وکړه .
د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل امریکا دسوریې دکړکیچ له پیل راهسې ترهګرو ډلو ته له وسلو ، پوځی تجهیزاتو او مهماتو د ډکولو نولس زره (۱۹۰۰۰)ټرکونو په استولو سره د سوریې په کړکیچ کښې ورانونکی رول لوبولی دی .
هغه په سوریې کښې دامریکا دڅو پوځی اډو جوړولو ته په اشارې سره وویل واشنګټن په غیر قانونی ډول په سوریې کښې دغه اډې جوړې کړی دی او هغه د کړکیچ د زیاتولو اصلی عامل دی .
ترکیه له امریکا ، سعودی عربستان او نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق او قفقاز کښې د ترهګرو ډلو اصلی ملاتړی ده .

شریک یي کړئ!