برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا هڅه کوی دسیمې قدرتمن هیوادونه وویشی

د ترکیې د ایزنیوز خبری سایټ د کردی سرویس مسول چلونکی «مهدی تانریکولو» دیوی مرکی په ترځ کښې د مینځنی ختیځ کښې د سیمې په هیوادونو کښې د امریکا د پوځی لاسوهنو او ددسیسو په اړه خبرداری ورکړ .


دترکیې دایز نیوز د خبری سایټ دکردی سرویس مسوول چلونکی مهدی تانریکولو دایران پرضد دامریکا ګواښونو ته په اشارې وویل نړیوال قدرتونه په تیره بیا امریکا په خپلو ناوړه ګټو پسې ده چې شاید د دغه ستراتیژیکې سیمې ډیره ونډه ترلاسه کړی .
مهدی تانریکولو په دې خبرې سره چې امریکا دسیمې په هیوادونو کښې د ډیموکراسۍ(Democracy) د نشتون په پلمه په دغو هیوادونو حملې کړی دی وویل دامریکا له دغو غلیمانه اقداماتو د خلاصون یوازنۍ لاره دسیمې دخلکو دوکه نه خوړل او دهغوې اتحاد او پیوستون دی .
دترکیې دغه رسندوی فعال په سیمه کښې دایران لوړ پوځی توان ته په اشارې سره ټینګار وکړ دسیمې په هیوادونو په تیره بیا افغانستان او عراق کښې دامریکا پوځی لاسوهنې له ماتی سره مخ شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي