برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا له یمن نه خپل هوایی او ځمکني ځواکونه وایستل

آریانانیوز: د رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې امریکا په یمن کې د سعودي پوځي ملګرتیا پري ایښي ده، آژانس زیاتوي چې پنټاګان له یمن څخه د خپل هوایي او ځمکني ځواکونو زیاتره برخه د کانګرس تر سختو فشارونو وروسته ایستلي.


رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، امریکا خپل نظامي پرسونل چې د سعودي په ننګه یې په یمن کې جګړه مخته وړله؛ له دې هیواد څخه ایستلي او یواځې لږ شمیر پوځي کسان یې ترنامالومه وخته پریښي.
دا پرمختګ داسې مهال مخته راځي، چې اونۍ وړاندې سعودي د ملکیانو پر یو بس موټر بمبار وکړ او تر وړاندې یې د یوه واده مراسم په نښه کړل، چې لسګونه ولسي خلک په کې ووژل شول، د راپورونو له مخې د سعودي الوتکو کې په وروستیو بمباریو کې له امریکایي بمونو کار اخیستل شوی.
د امریکا د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ ویاندې “ ایان کانري“ رویټرز ته ویلي، یواځې ۵ تنه نظامي پرسونل مو پریښی څو په یمن کې زمونږ د پلان جوړونې په ګډ مرکز کې خپلې چارې مخته یوسي.
د پنټاګون ویاند “ادام استامپ“ وایي موږ له سعودیانو سره د هغوی د خاورې په خپلواکي کې جزئي مرسته کړې او تل مو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ټینګار کړی.
سعودي ایتلاف د امریکایانو له وتلو بې خبري ښیي او ویاند یې احمد العسیري ویلي، که دا خبر واقعیت ولري ، دا د یو تکتیکي شاتګ په معنا ده، امریکا به کله هم د سعودي له ملګرتیا څخه لاس په سر نه شي او نه به دا ډول کارونه د سعودي او امریکا اړیکې خړې کړي.
امریکايي پوځیان یمن نه د وتلو په حال کې
د سعودي ایتلاف له خوا چې امریکا یې ملاتړ کوي پر یمن د یرغلیزو بریدونو څو کلونه پوره شول خو لا هم دا جګړې په پراخه کچه روانې دي چې زرګونو یمني ولسونو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه زره یې بې کوره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي