برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا خوبونه ویني

ایران د امریکا له لوري اعلان شوي غوښتنې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د سوریې او عراق څخه به کله هم خپل ځواکونه او ملیشې ونه باسي. د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني رسنیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو په ستراتیژي او غوښتنو کې هیڅ نوې خبره نشته، بلکې ټوله د هغو خوبونو او هیلو یوه تولګه ده چې ډونلډ ټرمپ يې ویني.



نوموړي وویل چې مونږ به په عراق او سوریه کې تر هغو پاته یو تر څو چې هلته «تروریزم» شتون لري او د دغو هیوادونو حکومتونه زمونږ څخه مرسته غواړي.
شمخاني وویل چې د ایران په اړه د امریکا ستراتیژي به په سیمه او نړۍ کې د ایران سیاست ته هیڅ بدلون ورنه کړي.
نوموړي د اروپايي هیوادونو سره د اټومي تړون په اړه د ایران د وروستیو مذاکراتو او اړیکو په اړه وویل چې دا به د اروپايي هیوادونو لپاره وروستی فرصت وي تر څو ثابته کړي چې د امریکا د لاس آله هیوادونه نه دي بلکي خپل مستقل سیاست هم لري.
ایران د امریکا له لوري د بندیزونو او اټومي تړون د لغوه کېدو وروسته پر اروپا، چین او روسیه باندي تکیه کوي تر څو په تړون کې ورسره پاتې شي او د دغو هیوادونو سره یې اقتصادي اړیکې زیانمني نه شي.
ددې تر مخه د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ۱۲ غوښتنې رد کړې او وې ویل امریکا حق نه لري چې ایران او یا بل کوم هیواد ته شرطونه کښيږدي چې څه باید وکړي او څه نه، بلکې ایران به د خپل ولس په مټ خپل سیاست پر مخ وړي.
باید وویل شي چې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مسؤولې په دې وروستیو کې وویل چې دوی به د ایران سره تر هغو په تړون کې پاتي شي تر څو چې ایران پاته وي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر امریکا ته تر تګ مخکې همدا خبره تکرار کړه او وې ویل چې په اوس وخت کې د ایران سره تر اټومي تړون بل ښه بدیل نشته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي