برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امریکايي سناتور پر سعودي عربستان د وسلو پلور بندولو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د امریکا په مشرانو جرګه کې دیموکراتانو استازي ریچارډ بلومینټل په یوه ټویټر پیغام کې پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅلاو د بندیدو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي: دا ساده خو عاجل پلان به سعودي عربستان ته د وسلو پلور بند کړي، وروسته له هغه چې دغه هیواد په دې تاریخي پړاو کې له روسیې سره د یوځای کیدو خورا ویجاړونکي پریکړه وکړه.


په دې وروستیو ورځو کې، د تیلو تولید د شدید کمولو لپاره د اوپیک پلس پریکړه جنجالي شوې. رسنیو د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا خبر ورکړی او ویل شوي چې له امریکا سره د فارس خلیج د نورو هېوادونو اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

امریکايي سناتور لیکلي: سعودي عربستان باید د تېلو د رسولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دا پریکړه به د روسیې له برید سره مرسته وکړي، د نړۍ اقتصاد به له خطر سره مخامخ کړي او په امریکا کې به د تیلو د بیې د لوړیدو لامل شي. موږ نشو کولی یو داسې هیواد ته خورا حساس ټیکنالوژي واستوو چې ځان د یو وحشي ترهګر دښمن په لیکه کې ځای په ځای کړی دي.

دغه امریکايي سناتور تر دې مخکې پر ټویټر لیکلي وو: امریکا نباید دا ډول ستراتیژیک دفاعي سیستم زموږ د ستر دښمن یوه متحد ته ورکړي.

شریک یي کړئ!