برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي زده کونکو د وسلو ګرځولو په آزادۍ باندې اعتراضي لاریون وکړل

هغه ډله امریکايي زده کونکو چې د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کښې د ډزو په وخت موجود وو او ژوندي پاتې شوي وو، پرون یې په خپل هیواد کښې د وسلې ګرځونې په آزادۍ باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.


ټاکل شوې چې دغه زده کونکي په امریکې کښې د وسلې ګرځونې په آزادۍ باندې اعتراض کښې د هیواد په ټولو ښارونو کښې اعتراضي لاریونونه وکړي.
د ویلو ده چې د روان ۲۰۱۸ کال د فرورۍ په ۱۴ نیټه د امریکې د فلوریډا ایالت په مارجوري سټونمین ډاګلاس نومې ښوونځي کښې په شویو ډزو لږترلږه ۱۷ زده کونکي وژل شوي وو.
امریکا د تشدد، یرغمل نیونې او وسله والو حملو له پراخې څپې سره مخامخ ده او د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې هر کال زرګونه کسان د ډزو له امله مري یا ژوبل کیږي.

شریک یي کړئ!