برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايانو عراق کې د جګړې ګرمولو لپاره موټر بم چاودنې کولې

انډیپینډینټ خپرونې په یوه مقاله کې د عراق په جګړه کې د امریکايي پوځیانو له لوري د چاودنو له رازه بله پرده پورته کړې.
د مقالې لیکوال رابرټ فیسک لیکلي، امریکایانو د دې لپاره چې د عراقي جنګیالیو له حملو ژغورل شوي وي او په دې هېواد کې يې د شیعه او سني په نامه خپلمنځي جګړه ګرمه ساتلې وي په ملکي ځایونو کې موټر بم بریدونه ترسره کول.
د مقالې لیکوال د امنیتي سرچينو له ډلې د یو عسکر له خولې زیاتوي چې دی په داسې روزنځي کې روزل کېده چې ۷۰سلنه يې د موټر چلول زده کول او ۳۰ سلنه ورته د وسلو زده کړه ورکول کېده.
دغه عسکر د نوم نه ښودو په شرط وايي، چې ګڼې پېښې يې په یاد دي، خو لومړی ځل ورته د خپل قومندان له خوا یو موټر ورکړل شو، چې په بغداد کې باید د یو لوی مسجد له څنګ سره ودرېږي او د نورو هدایاتو لپاره تلیفوني اړیکه ټینګه کړي.
هغه وايي کله چې له موټره ښکته شو، ګوري چې د موبایل انتن يې کار نه کوي، له موټره څو متره لرې کېږي، غواړي له خپل قومندان سره اړیکه ونیسي، چې اوس باید څه وکړي، په همدې وخت کې هماغه موټر چې دی پکې تر دې ځایه راغلی و، له مسجد سره لویه چاودنه کوي.
تر دې وړاندې هم په عراق او افغانستان کې د ګڼو هغو مرموزو چاودنو چې ملکي تلفات يې ډېر لرلي، د پړې ګوته بهرنیانو ته نیول شوې، خو اینډیپینډنټ اعتراف کوي چې دا ډول کارونه امریکايي پوځیان کوي.
په افغانستان کې هم په مسجدونو، لوبغالو او ګڼو نورو هغو ځایونو کې لويې چاودنې کېږي، چې ملکي وګړي پکې ډېر له منځه ځي، خو د ډېرو داسې چاودنو مسؤلیت د داعش په نوم وسله واله ډله اخلي، چې د امریکا او افغان حکومت ګډه لوبه بلل کېږي.
تېره ورځ کندهار کې هم چې د نورو ولایتونو په پرتله يې مرکز خوندي بلل کېږي، د ملي امنیت له لوري د مستریانو په سرای کې هغه موټر ته چاودنه ورکړل شوه، چې له چاودېدونکو توکو ډک و او دوی يې د خنثی کولو د هڅې دعوه وکړه، چې ګواکې ناکام شول، خو د سیمې دوکانداران وايي چې دوی ته هیڅ خبرتیا نه وه ورکړل شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي