برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسلامی امت باید په خپل مسولیت عمل وکړی

دیوراپورله مخی د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر غړی شیخ نافذ عزام وویل اسلامی او عربی امتونه باید خپله لاره سمه(اصلاح ) کړی او دفلسطین په وړاندې په خپل مسولیت عمل وکړی.


هغه پرون دفلسطین دخان یونس په ختیځ کښې د ځینو عربو مشرانو د سازباز سیاست ته په اشارې سره وویل  د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ مینه وال د اسلامی او دعربی امتونو د مشرۍ کولو وړتیا نلری .
دفلسطین دجهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر  غړی شیخ نافذ عزام وویل د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان یوازې د فلسطین ملت نه دی په نښه کړی بلکې ددغه پلان هدف دټول عربی امت تسلیمول دی .
هغه وویل د عربو امت په یوې(۱) خطرناکې دوه لاری کښې ولاړ دی چې یا خپل عزت او سرلوړۍ بیرته ترلاسه کوی یا له مینځه ځی .
دفلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر غړی شیخ نافذ عزام وویل دفلسطین ملت د بیرته دستنیدا او د کلابندۍ دماتولو لپاره خپله فیصله کړی ده او ددښمانانو له دسیسو او د وسلو او خوراکی  موادو له کمښت سره سره جهاد او مقاومت دوام لری .
دامریکا دپیړۍ دمعاملې دپلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږی او د فلسطین کډوال به خپل ټاټوبی ته د بیرته ستنیدا حق ونلری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array