برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیل پر غزه بمبار کړی، او حماس په میزایلو ځواب ورکړی

پرون سهار وختي اسرائیلي الوتکو د غزې ښار پر شمالي سیمه باندي بمبار وکړ چې په ځواب کې يې حماس ډلې هم پر اسرائیلي ښارونو باندي ۱۲ میزایل وار کړي دي.


د فلسطین ځايي سرچیني وايي چې اسرائیلي الوتکو د چهارشنبې په شپه هم د غزه تړانګې په منځنۍ سیمه کې یو موټر په نښه کړ چې له امله یې تلفات نه دي اوښتي.
سرچینې زیاته کړې چې د بمبار وروسته د فلسطیني مقاومت ځواکونو هم پر اسرائیلي کلیو باندي میزایل وار کړل.
اسرائیل ویلي چې دوی د حرکت حماس یو غړی په نښه کړی څوک چې د اسرائیل پر لور د اور خپروونکو کاغذ بادونو مسؤولیت په غاړه لري.
فلسطیني ځوانان له تیرو احتجاجونو راهیسي داسي کاغذ بادونه جوړوي چې د اسرائیل لوري ته یې هوا وړي او هلته د ځمکو او حاصلاتو د سوځولو سبب ګرځي.

شریک یي کړئ!